د لوګر ارزې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د نجونو پر مخ له څلورم ټولګي د پورته ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، اوس مرکز پل‌علم او بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې له  منځنۍ دورې پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدو له کبله بره‌کي‌برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي او مرکز پل‌علم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو لیک لوست بند شوی.

د عرب په وينا، لوګر کې اوس مهال د ناامنیو او کلتوري ستونزو له کبله ۵۰ سلنه نجونې له لیک لوست څخه محرومې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، دغه ستونزه یې قومي مشرانو او علماوو سره شریکه کړې او د لوګر له اوسېدونکيو غواړي چې د نجونو د لیک لوست د بډاینې په موخه ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې محمداغې، بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو او مرکز پل‌علم کې د وسله‌والو له لوري له منځنۍ دورې پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي.

خو د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي د سړې هوا له کبله تړل شوي دي.

لونګ دا موضوع رده کړه چې ګواکې د طالبانو له لوري په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر پاتې درېیو ولسوالیو ازرې، خروار او خوښۍ کې تر دې وړاندې د ناامنیو له کبله له څلورم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د لوګر مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په اړه څه ندي ویلي؛ خو داسې ښکاري چې د طالبانو بریدونه د پل‌علم ښار ترڅنډو رسېدلي دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام