که څه هم افغانستان یو کرنیز او د ودې په حال کې دی، خو جګړه، د امنیت نه شتون او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر افغان ځوانان ګاونډیو او اروپايي هېوادو ته پر سختو او له خطره پر ډکو لارو نامنظې کډوالۍ ته زړه ښه کړي.

 دغه شمېر ځوانان چې بهرنیو هېوادو ته د تګ زړه ښه کوي، په لرو پرتو سیمو او یاهم د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.

 هغه ځوانان چې نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي، د ټولنې بې‌وزله قشر دی چې وزګارتیا او بې‌کاري د دې لامل شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

امان‌الله چې دوه کاله وړاندې یې په جګړه کې خپل کور او مېنه له لاسه ورکړه، اړ شو چې د نامنظمې کډوالۍ لار ونیسي او لومړی له ایران او له هغه وروسته ترکیې ته ولاړ شي. امان‌الله له ستونزو او سختو وروسته په ترکیه کې د کار خاوند شو او په دغه هېواد کې یې ۶میاتشې کار وکړ. خو د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د ترکیې پولیسو ونیوو او زندان ته یې واچوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ځوان د نامنظې کډوالۍ په اړه خپله داسې بیانوي: «مونږ له دې ځای څخه د جګړو له امله ولاړو، د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه زمونږ پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده، پاسپورټ مې جوړکړ او ایران او له هغه ځای څخه ترکیې ته پرقاچاقي لارو ولاړم. شپږ میاشتې مې هلته کار وکړ او بېرته یې کابل ته راوګرځولم، د ترکیې او ایران د پوله ساتو ځواکونو چلن اوس بدل شوی او کډوالو باندې ډزې کوي.»

په ورته وخت کې یو بل افغان کډوال محمد نظر چې دوه کاله وړاندې یې ایران ته پر سختو لارو کډوالي کړې، په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله د پولیسو له لوري نیول شوی او هېواد ته راستون کړل شوای دی، نوموړی وایي، د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله یې نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کړی و.

هغه وویل: «د ناامنیو او بې‌کارۍ له امله ایران ته لاړم او یو څه موده مې هلته کار وکړ، داسې ازاد کارهم نه وو چې مونږ کړای وای، په پټه به مو کار کاوه چې پولیس مو ونه نیسي. ایران کې مو لږ کار وکړ وروسته یې پیسې ښکته راغلې او اړ شو چې بېرته خپل هېواد ته  راوګرځو.»

نوموړی د خپلو ستونزو او د نامنظمې کډوالۍ د ننګونو په اړه وایي: «ډېرې ستونزې مې ولیدې، مرګ مې په خپلو سترګو ولید، په موټر کې مو د تګ پر وخت ډېره لوږه او تنده تېره کړه ډېرې بدبختۍ مو ولېدې له کور څخه تر ایرانه په ۲۱ ورځو کې ورسېدو، نږدې ۱۵۰۰کسانو وو چې پر قاچاقي لارو ایران ته تلو، له دې څخه یوازې څو سوه کسان خپلې موخې ته رسېږي او پاتې نور یې بېرته راګرځول کېږي. که مو ډوډۍ یا اوبه غوښتې بلوڅانو به مونږ وهلو چې ولې نه غلي کېږي. مونږ ته به یې ګواښ کاوه چې که نه غلي کېږئ مونږ مو خپله د پولیسو لاس ته ورکوو. له موټرو به خلک لوېدل او لاس او پېښې به یې ماتې دې.»



د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس سید‌مسعود قادري وایي، دغه اداره د همکارو موسیسو په مرسته بېرته راستانه شویو سره مرسته کوي او د دوی لپاره د کار زمینه  برابره وي.

 نوموړی وایي، هغه افغان کډوال چې په ګاونډیو او اروپايي هېوادونو کې له ستونزو سره مخ کېږي، کولای شي چې په دغو هېوادو کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو ته ورشي، څو  ستونزې یې حل شي.

هغه وایي: «هغه کډوال چې په بهرنیوهېوادونو کې له ستونزو سره مخ کېږي، کولای شي چې د بهرنیو چارو وزارت سفارتونو او قونسلګرو او همداراز د کډوالو وزارت اتشې په دغو هېواونو کې شته دي، هلته دې ورشي ستونزې به یې هوارې شي. خو له بده مرغه چې زمونږ افغانان په دې برخه کې عامه پوهاوی نه لري چې سفارتونه او قونسلګرۍ د دوی ستونزې هواروي. که چیرته دوی خپلې ستونزې له دغو ادارو سره شریکې کړي، دغه ادارې د دوی ستونزې څېړي او رسیدنه ورته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له افغانستان څخه ګڼ‌شمېرځوانان پر نامنظمه کډوالۍ روانېږي. دوی وایي، په هېواد کې ناامني، بې‌وزلي، او د بې‌کارۍ ترڅنګ د سولې خبرو نا معلوم برخلیک او د جګړې د بیا پیل احتمال دوی اړ کړي، څو د یوې ښې راتلونکې لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام