د کرونا دويمه څپه؛ روغتونونو ته د مراجعه کوونکيو شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د کرونا ویروس اړوند تازه معلومات خپاره کړل او ويې ویل، هېواد کې د کرونا ویروس دویمه څپه خپره شوې او له کبله یې روغتونونو ته د مراجعه کوونکيو کسانو شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وينا، په دولتي او خصوصي روغتونو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم ۵ سلنه لوړ شوی دی.

پوهنیز نظام د فلج په درشل کې

په یو شمېر ښوونځیو کې بې‌نظمیو د کورنیو اندېښنې را پارولي او وايي، د پوهنې په سیسټم کې د بې‌نظمیو موجوديت د منلو نه دی او د هېواد پوهنیز نظام د فلج په درشل کې دی. د دغو کورنیو په خبره، ګڼ شمېر ښوونځیو کې ښوونکي نشته او زده‌کوونکي له لوست پرته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

ننګرهار کې سږ کال د زیتونو حاصلات ۵۰۰ ټنه اټکل شوی

د ننګرهار د کانال ریاست مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل سلام‌وطندار ته وویل، د اټکل له مخې سږ کال د زیتونو فارمونه تر ۵سوه ټنه حاصل ورکوي چې له لسو ټنو به یې اچار او د ۴۹۰ ټنو تر پروسس وروسته به یې تېل تولید کړي.

غريبمل وايي، د زیتونو د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار زیتونو فابریکه کې کېږي. د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ وو چې د دغو باغونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوي او اوس یې یوازې ۱۷۲۰ هکټاره باغونه زیتون ورکوي.

لوګر کې د ناامنيو له کبله له منځنۍ دورې پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي

د لوګر ارزې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د نجونو پر مخ له څلورم ټولګي د پورته ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، اوس مرکز پل‌علم او بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې له  منځنۍ دورې پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدو له کبله بره‌کي‌برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي او مرکز پل‌علم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو لیک لوست بند شوی.

پنټاګون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر صادر کړ

د امريکا د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو لپاره حکم صادر شوی دی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراين تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د امريکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د کمولو امر کړی دی.