Asset 1SWN

د کرونا دويمه څپه؛ روغتونونو ته د مراجعه کوونکيو شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

115547048__111697884_3e7855a0-5443-4d4f-99e9-0fd7312b51cb-oylj13tl4cichve7p3w9iiy74w5nrzredca54egck4

 

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د کرونا ویروس اړوند تازه معلومات خپاره کړل او ويې ویل، هېواد کې د کرونا ویروس دویمه څپه خپره شوې او له کبله یې روغتونونو ته د مراجعه کوونکيو کسانو شمېر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وينا، په دولتي او خصوصي روغتونو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم ۵ سلنه لوړ شوی دی.

د عثماني په خبره، د افغان دولت کابینې پرېکړه کړې چې د واده هوټلونه د لیندۍ میاشتې تر پایه وتړل شي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام دغه راز وویل چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر چې له دې وړاندې ۱۰ تر ۱۵ سلنو وو، اوسمهال ۲۹ سلنو ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا سرپرست دغه راز وویل چې که څه هم ښايي ښارونه په بشپړه توګه قرنطین نه‌شي؛ خو پرېکړه شوې چې د ګرځبندیز، ماسک اغوستلو او بېرو بار ځایونو ته د ورتګ منع کولو په شان یو شمېر محدودیتونه ولګول شي.

د احمد جواد عثماني په خبره، د کرونا ویروس واکسین به د ۲۰۲۱ کل په نیمايي کې هېواد ته وارد شي او د همدې کال تر پایه به د هېواد ۲۰ سلنه خلکو ته واکسین ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا له سړېدو راهیسې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی. د دې وزارت د وياند مرستیال نورالله تره‌کی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۰ کسانو د کرونا ویروس په شک معاینه شوي چې له ډلې یې د ۲۴۳ کسانو پایلې مثبتې راوتلې دي.

د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو ښکاري چې د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، بغلان، پروان، نیمروز، لوګر، هلمند او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ زره او ۹۲۴ ته ورسېد.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام