Asset 1SWN

د کرونا دويمه څپه؛ هرات کې ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي

Corona-5-ozgt0r5o3wri7brw5ehi5jssu8by06gogwxpkf3vyg

 

د عامې روغتیا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا ویروس د دويمې څپې پرمهال د مړینې کچه ورځ په ورځ لوړېږي. د همدې شمېرو پر بنسټ په تېرو ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا رياست ویاند محمد رفیق شېرزی د مړینې د لوړېدو په تایید سره وايي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو له يوې خوا به د مړينې کچه ډېره شي او له بلې خوا به يې کنټرول د عامې روغتیا وزارت او ان د حکومت له واکه ووځي.

شېرزی د کرونا دويمه څپه د اولې په پرتله خطرناکه بولي او زیاتوي چې ډېری د مړینې پېښې مثبتې وي چې د کووېډ ۱۹ روغتونونو کې مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامي روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شويو کرونايي پېښو په اړه ویلي چې ۱۰ کسان مړه شوي او ۲۶۰ نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري سلام‌وطندار ته وايي چې د یادو ۱۰ کسانو مړینې سره په هېواد کې د کرونا له کبله د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۸۷۵ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت لاهم د روغتیايي لارښوونو پر عملي کولو ټینګار کوي او زیاتوي چې د ماسک کارول او د لاسونو پرېمينځل باید حتمي وګڼل شي. ياد وزارت له خلکو غواړي چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره یادې روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام