د کرونا دويمه څپه؛ هرات کې ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا ویروس د دويمې څپې پرمهال د مړینې کچه ورځ په ورځ لوړېږي. د همدې شمېرو پر بنسټ په تېرو ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا رياست ویاند محمد رفیق شېرزی د مړینې د لوړېدو په تایید سره وايي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو له يوې خوا به د مړينې کچه ډېره شي او له بلې خوا به يې کنټرول د عامې روغتیا وزارت او ان د حکومت له واکه ووځي.