د کرونا دويمه څپه؛ هرات کې ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا ویروس د دويمې څپې پرمهال د مړینې کچه ورځ په ورځ لوړېږي. د همدې شمېرو پر بنسټ په تېرو ۱۵ ورځو کې ۸۲ کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا رياست ویاند محمد رفیق شېرزی د مړینې د لوړېدو په تایید سره وايي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو له يوې خوا به د مړينې کچه ډېره شي او له بلې خوا به يې کنټرول د عامې روغتیا وزارت او ان د حکومت له واکه ووځي.

افغانستان په لومړي پړاو کې د ۱۶ميلیونه کرونا واکسینو غوښتنه وکړه

د افغانستان د روغتیا وزارت مسوولان وايي، دوی په لومړي پړاو کې له « Covax Facility» بنسټ نه ۱۶ ميليونه د کرونا واکسين غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ له ۱۷۲ هېوادونو جوړ دی چې په نړۍ کې د کرونا واکسین وېشلو ته ژمن دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح سلام‌وطندار ته وايي،

دغه واکسين به د افغانستان ۲۰ سلنه وګړيو ته ورسېږي.

«کندوز کې د کرونا ویروس په عامه پوهاوي کې همغږي نه شته»

د هوا په سړېدو او د کرونا ویروس د دویمې څپې په خپرېدو سره کندوز ولایت کې هم د روغتیاپالانو او مدني ټولنې فعالانو اندېښنې را ولاړې شوې دي. دغه ولایت کې د جک موسسې او کووېډ نولس پروژې مسوولان وايي، د کرونا ویروس د دویمې څپې خپرېدل لامل شوي چې د خلکو ترمنځ وېره او رواني ناروغۍ لا ډېرې شي.

د جک موسسې او کندوز کې د کووېډ نولس پروژې د پروګرامونو مسوول نوراحمد احمد سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، کندوز مېشتې موسسې د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین کې همغږي نه لري او فعالیتونه یې یوازې تر کندوز ښاره ځانګړي دي.

د سولې خبرو کې پر طرزالعمل له هوکړې وروسته هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده

تېرو شاوخوا ۲ میاشتو کې له کله چې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوو قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، د هېواد په کچه تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی؛ خو د بین‌الافغاني خبرو پر طرزالعمل له هوکړې وروسته تمه کېده چې د تاوتریخوالي کچه به راکمه شي چې داسې ونه‌شول. یو شمېر هېوادوال اندېښنه ښيي، که یو پر بل بریدونه دوام وکړي، نو د سولې روانې خبرې به زیانمنې شي.

پوهنې وزارت: له ۱ نه تر ۳ ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي

د پوهنې وزارت وايي، د ياد وزارت د تازه طرحې پر بنسټ به له اول نه تر درېيم ټولګي پورې زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده‌کړې کوي.

ياد وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي چې د هغو پر بنسټ د ۱-نه تر ۳ ټولګیو ټول زده کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي.

بې زېږنتونه روغتون؛ اجمل احمدي چېرته زېږېدلی؟

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرمهال په خپلو بې‌مخینو او جنجالي چلندونو سره رسنیو کې د ځان لپاره ولسي بحثونو ته لاره پرانیسته. خو د څه باندې ۲ کلونو په تېرېدو تراوسه هېڅ څوک د هغه اصلیت او پلرنۍ پېژندګلوۍ په اړه لومړني معلومات هم نه لري. د افغانستان بانک په وېب‌پاڼه کې…

امريکا د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له لومړنۍ ناستې هرکلی وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د لومړنۍ  ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان د سياسي رهبرانو اجماع پرېکړې نیونې لپاره يو مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه د سولې خبرو کې د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی.