Asset 1SWN

امريکا د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له لومړنۍ ناستې هرکلی وکړ

129955944_3640421419330215_4299469439780966155_n

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د لومړنۍ  ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان د سياسي رهبرانو اجماع پرېکړې نیونې لپاره يو مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټه د سولې خبرو کې د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی.

زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټري پیغامونو کې ليکلي چې طالبان او افغان حکومت پر تګلاره هوکړې ته رسېدلي دي او اوس یې دا دی پر اجنډا هم بحثونه پيل کړي دي.

خلیلزاد وايي: « افغانان سره راغونډېږي او د سولې په لور د پرمختګ ګامونه اخلي. افغانان د سولې هیلې لري. د وروستیو ورځو اقدامات مثبت او هیله بښونکي دي. زه له دواړو غاړو هیله کوم چې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په هېواد کې اوږده جګړه پای ته ورسوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو  هم د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د لومړنۍ  ناستې هرکلی کړی.

پامپیو  دغه شورا د سولې هڅو کې يوه باوري او ټوليز بنسټ بللی او وايي چې لومړۍ ناسته يې بلې هغې لپاره يو مثبت ګام دی.

د امريکا د بهرنيو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سياسي رهبران د عادلانه  سولې پرېکړې نیونې لپاره متحد شوي.

خبرپاڼه زياتوي، د جګړو ښکېلې خواوې دې سره راټول شي او سولې ته دې کار وکړي.

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته تېره ورځ په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

له بل پلوه د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې لیدنه کې طالب لوري ټينګار کړی چې د دوی پاتې بندیان باید خوشي کړل شي او دغه راز دې له تور لېسته هم د دوی د مشرانو نومونه و ایستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام