د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي له افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې ته په کتو د افغان سولې لپاره وخت په پای ته رسېدو دی.

نیکولسن له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې خبرداري ترڅنګ ټېنګار کړی چې د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ډېر لږ دی، نو ځکه اړتیا ده چې د سولې هڅې ګړندۍ او چټګ ګامونه واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه خپلو خبرو کې د پاکستان رول ته په اشارې سره ویلي، دغه هېواد باید پر طالبانو خپل ټول اغېز واچوي چې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپل لیکلي وړاندیزونه د خبرو له لارې وړاندې کړي.

خو وسله‌وال طالبان بیا ټينګار کوي چې د افغانستان ستونزې د هواري او سولې ته د رسېدو لپاره یې ګامونه پورته کړي او دغه بهیر به دوام ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي امارات د هېواد د کړکېچ د هواري لپاره په رښتینې توګه اراده لري او په دې برخه کې یې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.

په همدې حال کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، د سولې خبرو دوام په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو یو ښه فرصت دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 هغه وویل. د افغانستان اسلامي جمهوری مرکچي پلاوی په دوحه کې دی او هیله مندي یې څرګنده کړې چې دغه ډله باید جګړه پرېږدي او د خبرو مېز ته راوګرځي، څو له دغه رامنځ ته شوي فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي او د یوې تلپاتې سولې سبب وګرځي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې له څو میاشتو راهیسې په دوحه کې د طالب ډلې او افغان مرکچي پلاویو ترمنځ خبرو کومه پآیله نه ده ورکړې.

د دواړو لوریو مرکچي پلاویو د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ چې د دواړو ډلو د تماس ډلو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ناستې پر جوړولو هر اړخیزې خبرې اترې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام