Asset 1SWN

د خوست تڼیو ولسوالي ته په ۱۵ميليونه افغانيو برښنا لېږد چارې پیل شوې

ثثثثثثثث

د خوست محلي چارواکي وايي چې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت تڼیو ولسوالي ته د برښنا لېږد چارې پیل شوې.

د خوست د برښنا شرکت رييس انجینیر فولاد معاويه وايي چې وارداتي برښنا به په لومړي سر کې د ولسوالي مقام سره ونښلېږي او وروسته به نورو سیمو او کلیو ته  هم وغځول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پر يادې پروژې څه باندې ۱۵ميليونه افغانی لګښت راځي چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدين حقاني په امر د ياد وزارت له بوديجې ورکول کېږي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژې چارې به په خپل وخت بشپړې شي. د تڼيو ولسوالي اوسېدونکو هم له ولایتي ادارې د مننې ترڅنګ، خوښي څرګنده کړه چې سیمه به یې د برښنا له نښلېدو وروسته پرمختګ وکړي او شته ستونزې به یې تر یوه بریده هوارې شي.

د يادې ولسوالي اوسېدونکي احمد‌جان سلام‌وطندار ته وويل چې دوی له پخوا راهيسې د وارداتي برښنا د لېږد غوښتنه کوله، خو په وینا یې، چا یې غږ نه‌اورېده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وويل دا چې اوس دغه ولسوالي سره د برښنا د نښلېدو چارې پيل شوې، د تڼيو ولسوالي د اوسېدونکو ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام