Asset 1SWN

کابل کې د برښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي کارخونو تولید ۴۰سلنه کم شوی

کارخانه-2-qboaeuxtfkzazpgs0yxsxrqz3ub1sge56ja6mig7ew

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې مسوولان وايي چې کابل ښار کې د برښنا پرچاوۍ له امله د صنعتي کارخونو د تولیداتو کچه کمه شوې ده.

د یادې ټولنې د مسوولانو په وینا، د برښنا پرچاوۍ ډېريوالي له کبله د کارخونو تولید ۴۰سلنه کم شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي سلام‌وطندار ته وویل چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې کابل کې صنعتي کارخونې منظمه برښنا نه‌لري چې ورسره یې تولید هم کم شوی دی.

نوموړي وویل: «د برښنا برخه کې ستونزې ډېرې دي، موږ صنعتي پارکونو کې پخوا ۲۴ساعته برښنا لرله، خو اوس یې د نشتون له امله د کارخونو تولید کم شوی او په عادي توګه فعالیت نه کوي چې دا لامل کېږي، څو کارخونې مارکېټ کې خپل ځای له لاسه ورکړي.»

بل‌خوا د کابل په صنعتي پارک کې د یوشمېر کارخونو مالکان د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې کاروبار يې درېدلي دی. د کابل په صنعتي پارک کې د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونې مالک شمل‌خان وايي چې د برښنا نشتوالي له امله يې د کارخونې توليدات نيمايي ته راټيټ شوي دي.

هغه وویل: «پخوا هم پرچاوي وه، خو اوس ډېره ده، له همدې امله مو لګښت ډېر دی او تولید مو کم دی چې دا ګرانه پرېوځي، موږ زیان سره مخ یو، که دا وضعیت دوام وکړي، فعالیت به مو صفر ته ښکته شي چې دا یو ستر اقتصادي ګذار دی.»

په همدې حال کې د یوې بلې کار‌خونې مدیر رفېع‌الله احمدیار سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خپلو عوایدو یوه لویه برخه د برښنا پر لګښت لګوي. «له یوه تر پنځو ساعتونو د برښنا پرچاوۍ ډېره شوې، موږ اړ یو چې بازار وساتو او له جنراتور استفاده وکړو چې لګښت مو ډېرېږي او پوره کول یې سخت دي.»

د کابل د صنعتي‌ کارخونو مسوولان له برښنا شرکت څخه غواړي چې د کارخونو د برښنا د پرچاوۍ ستونزې ته ورته هوار کړي.

د برښنا شرکت مسوولان بیا د کابل صنعتي‌کارخونو کې د برښنا نشتوالى تاییدوي او وايي، کابل کې د وچکالۍ او د برښنا توليدي سرچینو کمښت له امله دغه شرکت توليدي کارخونو ته يوازې ١٣ ساعته برښنا ورکوي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي سلام‌وطندار ته وویل: «پخوا مو د صنعتي شرکتونو ته ۲۴ ساعته برښنا ورکوله، خو اوس ۱۳ ساعته ده، ځکه برښنا نورماله نه ده او بیا هم هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو، دا ستونزه به له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا پروژې په پلي‌کولو سره تر یوه بریده حل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې د شمېرو پربنسټ، دامهال د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک، محمدي صنعتي پارک، ده سبز صنعتي پارک، ارغندي صنعتي پارک او نورو برخو کې ۱۱۰۰ کارخونې فعالې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام