ازبکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو یو ځل بیا له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلې ده.
د روسیې د دفاع وزیر او د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار افغانستان کې امنیتي وضعیت اندېښمنونکی بللی او د سرحدي سیمو د امنیت پر لا ټینګښت یې ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، د داعش او القاعدې په فعالیت سره افغانستان کې مذهبي افراطپالنه د پراختیا په حال کې ده.
په همدې ترتیب د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمدوف هم افغانستان کې د افراطپالنې له وضعیت څخه اندېښنه ښوولې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د دغو اندېښنو په غبرګون کې وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان له خاورې څخه اندېښنه نه کوي.
نوموړي وویل: «د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې روسیې ته باید سل سلنه ډاډ ورکړو چې د افغانستان له خاورې دې هېڅ اندېښنه نلري. اسلامي امارت مکلف دی چې د خلکو امنیت او ثبات ټينګ کړي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي.»
هېواد کې د داعش او القاعده په څېر د ډلو فعالیت په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې داعش ډلې تېر یوه کال کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې بریدونه کړي دي.
د دې ترڅنګ، امریکا شاوخوا یوه میاشت وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري هوايي برید کې وژلی دی.
خو د نژدې یوې میاشت په تېرېدو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه برید کې د یمن الظواهري وژل کېدل تایید یا رد کړي نه دي او ویلي، د دغه برید په اړه یې څېړنې نه دي بشپړې شوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دې سره هغه پر افغان خاور د امریکا پر هوايي برید نیوکه کوي او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه کوي.