افغان پانګه‌وال: ګاونډیان دې پر افغاني توکو تعرفې کمې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن «د ملي صادراتو ناستې په نوم جوړې شوې غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې پر افغاني محصولاتو او توکو دې تعرفې کمې کړي. دا غونډه د هغو ۶۰ کورنیو سوداګریزو شرکتونو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه چې تر نورو ډېر یې کورني تولیدات او محصولات بهر ته لېږلي دي.

فراه کې یوې نګور خپل خُسر وژلی

د فراه امنیتي مسوولان وايي، یوې ښځې بېګاه د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالي په «محل‌خان» سیمه کې خپل خُسر په بستره کې وژلی دی. وژل شوی کس دین‌محمد نومېږي.
د خاک سفید ولسوال مخلص اغا سلام‌وطندار ته ویلي، امنیتي مسوولان د پېښې ځای ته ورغلي او هغه ښځه یې نیولې چې خپل خُسر یې وژلی دی.

د نشه‌يي توکو کښت او تولید نیم میلیون افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې

د اټلانټیک کُنسول په نوم د امریکا د فکر خونې بنسټ افغانستان کې د نشه‌يي توکو د ننګونو په اړه یوه تازه راپورکې ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د نشه‌يي توکو تجارت د ودې په حال کې دی.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو تجارت څه باندې نیم میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

لوګر کې د مرستو د وېش په اړه د سېلاب‌ځپلیو شکایت

د لوګر په خوښۍ ولسوالي کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ، خلکو ته ډېر مالي زیانونه واړول او ورپسې ځايي خلکو ته څه‌ناڅه مرستې هم ولېږدول شوې.
خو د دې ولسوالي اوسېدونکي په روڼتیا سره پر خلکو د مرستو د وېش په اړه شکایت کوي. د خوښۍ ولسوالي قومي مشر سردارمحمد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې ور رسېدلې مرستې د اړیکو له مخې پر خلکو وېشل کېږي.

د مخابراتو وزارت یوه کال کې اووه میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره  دغه وزارت د بېلابېلو فعالیتونو له لارې ۶.۸۸۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

جوزجان کې یوه ځوان موټر جوړ کړی

د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالي په «جنګل اریغ» سیمه کې یوه نوښتګر ځوان محمدداوود یو موټر چې ۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، جوړ کړی دی. پر دغه موټر شوی لګښت د زرنج په پرتله درې برابره کم دی.
دغه ځوان د سلام‌وطندار خبریال ذکرالله یزداني سره په مرکه کې ویلي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، تر دې ښه موټر به جوړ کړي. هغه هیله لري چې یوه ورځ په «جنګل اریغ» سیمه کې د موټرو جوړولو کارخونه جوړه کړي.