د اسیا کرېکټ جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې بېګاه شپه دوه لوبې وشوې چې کویټ سنګاپور او هانګ کانګ عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړې، خو هانګ کانګ لوبډلې په خپلې بریا سره د اسیا جام ته لار پیدا کړه.

هانګ کانګ کرېکټ لوبډلې په دغو سیالیو کې خپلې درې واړه لوبډلې وګټلې او په جدول کې د لومړي ځای په خپلو سره یې وکولای شوای چې اسیا جام ته لاره ومومي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هانګ کانګ لوبډله به اسیا جام کې له هند او پاکستان سره په ګروپ پړاو کې ولوبېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسیا کرېکټ جام سیالۍ دوه ورځې وروسته په عربي متحده اماراتو کې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې لومړۍ سیالي به یې افغانستان او سریلانکا وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام