هانګ کانګ لوبډلې د اسیا کرېکت جام ته لار پیدا کړه د اسیا کرېکټ جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې بېګاه شپه دوه لوبې وشوې چې کویټ سنګاپور او هانګ کانګ عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړې، خو هانګ کانګ لوبډلې په خپلې بریا سره د اسیا جام ته لار پیدا کړه.
افغان او ازبکستاني پلاوي د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ټرانزیټ خبرې کړي د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول امامالدین احمد سلاموطندار ته وايي چې د اسلامي امارت د یوشمېر ادارو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي.