د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول امام‌الدین احمد سلام‌وطندار ته وايي، د اسلامي امارت د یوشمېر ادارو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې د پرانیستو په اړه یې خبرې کړي دي.

هغه ازبکستاني چارواکو سره د اسلامي امارت د پلاوي خبرې مثبتې بولي او وايي، نږدې راتلونکې کې به د ټرانزیټ په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه‌لیک چې تخنیکي چارې یې هم بشپړې شوي، لاسلیک شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ به د ازبکستان لارۍ د افغانستان له لارې تګ راتګ کوي. پاکستان ته بنګله‌دېش ته او همدارنګه د پاکستان او افغانستان لارۍ به د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا او ان روسیې ته تګ راتګ کوي.»

په همدې حال د سوداګرۍ او صنایع خونې غړی خان‌جان الکوزی وایي، سره له دې چې پخوا هم په دې اړه څو ځلې خبرې شوي، خو مثبته پایله یې نه‌ده ورکړې.

هغه د ازبکستاني چارواکو او اسلامي امارت پلاوي ترمنځ دغه ډول ناستې ګټورې بولي او وايي، اړتیا ده چې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ هم ټرانزیټي کریدور جوړ شي.

خو دی اندېښنه ښيي چې د نړیوالو ترانزیتي قوانینو او معیارونو پر اساس د افغانستان د ترانسپورتي سیستم برابرول، ډېر وخت ته اړتیا لري.

هغه وویل: «هر څومره چې په سیمه کې ټرانزیټي اسانتیاوې را پیدا شي او سیمه‌ییزه ټرانزیټي، تجارتي ستونزې د سوداګرو لپاره کمې شي، مصرف کم شي، په هماغه اندازه یوازې د دواړو ملکونو نه، بلکې د سیمې په ګټه ده.

دا ښه کار دی وګورو چې عمل کې څه کېږی. تراوسه څو ځله داسې ناستې شوي، خو پایله یې نه ده ورکړې او اوس هم اسلامي امارت هڅه کوي چې دا کار وشي.»

دا داسې مهال دی چې د ازبکستان تاشکند کې درې ورځې وړاندې هم د سیمې هېوادونو د یوشمېر استازیو په ګډون یو کنفرانس جوړ شوی وو او د سوداګرۍ او ټرانسپورټ پر وړاندې په شته ستونزو او حل لارو یې خبرې وشوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو وبه کتل شي چې دغه غونډې به د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د ټرانزیټ په برخه کې څومره سهولتونه رامنځ ته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام