د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر سلام وطندار ته وویل، د افغانستان او پاکستان د تخنیکي کمېټو له څو اوونیو راهیسې د ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه بحثونه وکړل او هوکړه وشوه چې د دواړو لوریو ټرانسپورټ کولای شي، په دواړو هېوادونو کې د ټرانزیټ په توګه سوداګریز مالونه ولېږدوي.

د مولانا زهیر په وینا؛ د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به دا چاره راتلونکې اوونۍ پیلېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر امیر امام‌الدین احمد وایي، د هوکړې له مخې، دواړو هېوادونو ترانسپورټ بېلابېلو ښارونو ته د تګ اجازه تر لاسه کوي چې په دې سره به د وارېداتو او صادراتو کچه هم لوړه شي.

نوموړي وویل، دوی اوس په دې اړه چمتووالی پیل کړی او ترانسپورټي شرکتونه به مقابل لوري ته ورمعرفي کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «دوی سره هوکړه داسې شوې چې زمونږ موټروته به دویته  سند ورکوی او شرکتونه او موتر به مونږ ورمعرفي کوو او دوی به ځانګړی سند ورکوي او هغه موټر به هغلته د تګ راتګ اجازه ولري. د دوی کوم موټر چې دلته راځي، هغو ته به مونږ سند ورکوو او په دې سره تفاهم شوی او دا افغانستان ته یوه ښه‌ لاسته‌راوړنه ده.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان‌جان الکوزی دا تړون د  دواړو هېوادونو په ګټه بولي او وایي چې په دې سره به د ترانزیټ په برخه کې پخوانۍ ستونزې هوارې شي.

نوموړی د سوداګریزو مالونه تخلیه کېدل، د وخت ضایع کېدل، د توکو خرابېدل او د لګښتونو لوړوالی هغه ستونزې یادوي چې پخوا د ترانزیت په برخه کې موجودې وې.

نوموړی سره له دې چې له پاکستان سره تیرو هوکړو ته په کتو ډیر باوري نه برېښي خو وايي که دا هوکړه په سمه توګه عملی شي، نو په صادراتو او واریداتو کې د زیاتوالي ترڅنګ به مالي لګښتونه هم را کم شې. نوموړی وایي چې دا چاره به د مارچ په ۲۳مه نېټه عملي بڼه غوره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چاروکي له ازبکستان سره له دې لارې نورو اسیایي هېوادونو ته د ترانزیټي ترانسپورټ د تګ راتګ او توکو د لېږد رالېږد د زمینې برابرولو په موخه د خبرو له جریان څخه خبر ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام