افغان کډوالو لپاره د پاکستان نوی قانون؛ بې‌سنده کسان په زور ایستل کېږي

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نوي جوړ شوي قانون پربنسټ، د افغانانو تګ‌ راتګ نور هم سخت کړ، په خیبر پښتونخوا کې ځینې افغان کډوال وايي، تازه جوړ شوی قانون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. یو افغان کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کوم کسان چې ویزې یا اسناد نه‌لري اوس هم د پاکستاني پولیس له‌خوا ځورول او نیول کېږي.

د افغانستان او پاکستان ټرانزیټ؛ راتلونکې اوونۍ د باروړونکو موټرو تګ‌راتګ پیلېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر سلام وطندار ته وویل، د افغانستان او پاکستان د تخنیکي کمیټو له څو اونیو راهیسې د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه بحثونه وکړل او هوکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو ترانسپورت کولای شي په دواړو هېوادونو کې د ترانزیټ په توګه سوداګریز مالونه انتقال کړي.

پاکستان د اسانتیا زیاتولو لپاره له اسلامي امارت سره د همغږۍ میکانیزم جوړوي

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د دغه هېواد حکومت ویلي، له اسلامي امارت سره د کرښې په عبوري سیمو کې د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره په ملي کچه د همغږۍ میکانیزم جوړوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري د تللي پلاوي په وروستي سفر کې شوې ده.