ننګرهار کې یوشمېر قومي مشرانو او سوداګرو افغانستان کې د پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره په لیدنه کې له دغه هېواد غوښتنه کړې چې تورخم کې دې افغانانو ته په پېژندپاڼو د تګ راتګ اجازه ورکړي.

په غونډه کې قومي مشرانو پر تورخم د تګ راتګ پر مهال د مسافرو پر وړاندې شته ستونزې او د ګنې ـ ګوڼې زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، پاکستان باید د چمن پر څېر په تورخم کې هم افغانانو ته په پېژندپاڼو د تلو راتلو زمینه  برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د پاکستان سفیرمنصور خان د ننګرهار له قومي مشرانو او سوداګرو سره په دې ناسته کې ویلي چې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لمنځه وړلو او افغان مسافرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په هڅه کې دي.

نوموړي دغه راز وویل، له دې سربیره چې ډېر ژر به د جلال اباد ـ پېښور تر منځ د بسونو تګ راتګ یو ځل بیا پیل شي، زیاتوي چې د ناروغانو د ستونزو د کموالي لپاره يې هېواد په دې کار کوي چې د امبولانس سېسټم هم فعال کړي، څو بېړني ناروغان پر خپل وخت تر پېښور ورسول شي.

بل‌خوا دې غونډه کې سواګرو وویل، که څه هم په پاکستان کې لا هم د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې شته او په سوداګرۍ کې تر پخوا کموالی راغلی، خو وې غوښتل چې پاکستان دې د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ستونزې حل او امکانات ډېر کړي.

دوی دغه راز د تعلمي برخه کې هم د پاکستان مرسته اړینه وبلله او ویې ویل، دغه هېواد دې افغان زده‌کړیالانو لپاره لا زیات بورسونه اعلان کړي چې د پاکستان سفیر له‌خوا په دې برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان سفیر داسې مهال د ننګرهار قومي مشرانو او سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کوي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د رییس په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې نږدې یو نیم میلیارد ډالر کموالی راغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام