سره له دې چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې د تورخم دروازه د افغانانو پر وړاندې تړل شوې، خو د پاکستان حکومت یوازې بیړنیو ناروغانو ته دغه هېواد ته د تګ اجازه ورکوي.

یوشمېر ناروغان او د هغوی پایوازان چې تورخم ته نږدې پاکستان ته د تلو اجازې ته په تمه دي وايي، د ناروغانو شمېر زیات دی او پاکستان په هرو څلېرویشت ساعتونو کې یوازې ۴۰ کسانو ته اجازه ورکوي. د دوی په وینا، همدا لامل دی چې په ورځو ورځو په نوبت کې ولاړ دي او پاکستان ته د تلو شېبې شمېري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نصیراحمد چې د سینې سرطان لري، له درې ورځو راهیسې تورخم کې ولاړ دی او لا هم پاکستان ته د تګ نوبت نه دی ور رسېدلی. هغه وايي، مېرمن او کوچنی زوی یې هم ورسره دي چې د نوبت نه رسېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

جمیل او حاجي عبدالنبي هم هغه کسان دي چې پاکستان ته د تلو په تمه دي. دوی غوښتنه کوي چې پاکستان دې د ورتګ په برخه کې اسانتیاوې زیاتې کړي، څو دوی په اسانۍ ور واوړي. یاد ناروغان له طالبانو هم غواړي چې په لوړه کچه د شته ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تورخم مسوول چارواکي بیا وايي، هڅه کوي چې ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو دې غاړې ته د پاتې کېدو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي. د تورخم کمیسار سید غازي‌الله هاشمي وايي، د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د شته ستونزو د حل په موخه خبرې کړي او د خلکو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده چې تورخم کې د دواړو لوریو وګړو ته هم اجازه ورکول کېږي چې خپلو هېوادونو ته ولاړ شي. د دې ترڅنګ، دواړو خواوو ته سوداګري هم روانه ده چې د راپورونو له مخې، تر پخوا زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام