د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د هغه هېواد د روغتیا وزارت له افغانستان سره پر پوله د کورونا ویروس د نوي بڼې (اومیکرون) د خپرېدو د اندېښنې له امله روغتیايي تدابیر زیات کړي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «د نېشن» د پښتونخوا ایالات د روغتیایي مسوولانو له قوله لیکلي چې د تورخم له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته د تلونکو مسافرو لپاره د کوېډ ۱۹ واکسین اقدامات او ټېسټ زیات شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د ډاکټرانو شمېر دوه برابره شوی او په لندي کوتل روغتون کې ۱۳۰ بستریز روغتیایي مرکز جوړ شوی دی.

د پاکستان روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د افغانانو لپاره د واکسین ازماېښت او د کوېډ۱۹ تثبیت  بهیر دوام لري او یواځې هغه کسانو ته دغه هېواد ته د تګ اجازه شته چې د کورونا ټېسټ یې ورکړي وي او یو ډوز واکسین هم وکړي. هغوی ټینګار کوي چې پر کورونا ناروغۍ اخته کسانو ته به پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس درې‌زره او ۵۶۷ نوې پېښې ثبت شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا اخته ۷ ناروغان مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام