ننګرهار کې د شوکاڼي کوچني قراردادونه چې لسګونه زره کسانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي، بیا پیل شول. د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه شته چې په تېر کې یې هم د کیندنو قراردادونه شوي وو، خو تېر حکومت یې کارونه د فساد او قاچاق له کبله ځنډولي وو. تازه اسلامي امارت یو ځل بیا د دغو کانونو د کیندنو چارې پیل کړي.

د ننګرهار د کانونو رییس بازمحمد عبدالرحمان وایي، د شوکاڼي کانونو قراردادونه چې ستونزې په‌کې وې، اوس یې حل کړي او یو ځل بیا یې له قراردادیانو سره چې ډېری یې پخواني کسان دي، نوي کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نه یوازې پر دغو کانونو نږدې پنځوس میلیونه ډالره پانګونه شوې، بلکې په شیخ مصري ښارګوټي کې یې د پروسس ۴۰ فاریکې چې دېرش میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی، هم جوړې شوې دي.

عبدالرحمان وايي، د شوکاڼي صنعت کې به ټول‌ټال څلوېښت زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې دي او له دې لارې به خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د شوکاڼي اتحادیې مسوولان وایي، اسلامي امارت دې د شوکاڼي کانونو د کیندنې پراختیا لپاره سوداګرو ته لا ډېرې اسانیتاوې برابرې کړي، څو دغه صنعت ته وده ورکړي.

په همدې حال کې د دې اتحادیې ویاند محفوظ‌الحق کاکړ وايي چې د کانونو ریاست او سوداګرو ترمنځ قراردادونه شته او تمه ده چې له دې لارې هر کال یو میلیارډ افغانۍ د حکومت خزانې ته ورشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خلک هم خوښي ښيي او وايي چې د کوچني قراردادونو پيل به د وزګارتیا کچه را ټیټه کړي. د شېرزادو ولسوالي اوسېدونکی عمران وایي، د شوکاڼي تر ټولو ستر کانونه چې په دې ولسوالي کې دي، د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دي او هغه ځوانان چې دندې نه لري، کولای شي په‌کې کار وکړي.

د ننګرهار شوکاڼي چې ښه نوم لري، په دغه ولایت کې یې تر نیمه پروسس وروسته ډېره برخه پاکستان ته صادرېږي او باور دا دی که په افغانستان کې يې د بشپړ پروسس لپاره فابریکې جوړې او بیا صادر شي، ښايي هېواد او خلکو ته یې ډېره ګټه ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام