د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې پر نږدې ۶۵ زره هېکټاره ځمکې طبیعي ځنګلونه چې میوه‌لرونکي او نامیوه ‌لرونکي بوټي لري، اباد دي. د معلوماتو له مخې، د دغو ځنګلونو نږدې ۱۸ سلنه برخه جلغوزي جوړوي چې سږ کال یې په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې مهمې بولي او وايي، هڅه کوي چې د حکومت ترڅنګ، ولسونه هم خپله ونډه واخلي، څو دا ملي شتمني خوندي پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي، په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې قطعې او قومي تړې له مخې د ساتنې په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو لړۍ روانه ده او هڅه کوي چې دا برخه لا غښتلې کړي.

داسې اندېښنې شته چې لا هم په ځینو لرو پرتو غرنیو سمیو کې ځګلونه وهل کېږي او خلک د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د مخنیوي لپاره يې هڅې ډېرې کړي. دوی وایي، د دې ملي شتمني د ساتنې په برخه کې قومي جوړښتونه مهم دي او په دې برخه کې به له حکومت سره بشپړه همکاري او ترې ملاتړ وکړي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالي اوسېدونکی منصبدار وايي، که څه هم په دې ولسوالي کې په لویه کچه ځنګلونه نه وهل کېږي، خو که طالبان ورسره مرسته وکړي، خلک به یې په بشپړه توګه وساتي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د کوټ ولسوالي یو اوسېدونکی میراحمد وايي، په دې ولسوالي کې د جلغوزیو ډېر ځنګلونه دي او په وینا یې، قوم یې پرېکړه کړې چې څوک به یې وهلو ته نه پرېږدي او دغه ځنګلونه به ساتي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان وایي، د ځنګلونو د ساتنې لپاره پیاوړې اراده لري او که چا په ناقانونه توګه د دغه ولایت ځنګلونه ووهل، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په ختيځ کې ډېره برخه ځنګلونه په کونړ او نورستان ولایتونو کې دي چې ځینې یې په تېر کې د جګړو او نورو ناخوالو له امله وهل شوي او لرګي یې نورو سیمو او ان له هېواده بهر قاچاق شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام