د ا.ا حکومت په تازهګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو کې به یې پر دندو وګوماري.
خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوهګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یوشمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.
د کورنیو چارو وزارت مخکینی کارکوونکی محمداسحاق چې شپږ کاله وړاندې تقاعد شوی او دوه کاله کېږي چې خپل حقوق یې نه دي ترلاسه کړي، سلاموطندار ته وویل: «که دغه پرېکړه عملي شي هم به د متقاعدینو او هم به د حکومت لپاره ښه شي چې د متقاعدینو له تجربې او ظرفیت کار واخلي.»
په همدې حال کې د افغانستان د تقاعد شویو پولیس افسرانو د شورا رییس شکرالله امانزوی چې شپږ کاله مخکې تقاعد شوی، وايي، که د تقاعد حقوق زموږ په معاش کې نه شمېرل کېږي، دغه پرېکړه د منلو وړ ده، خو په وینا یې، که د دوی حقوق په معاش کې ورکول کېږي، دا ظلم دی.
هغه وویل: «مخکیني نظام کې یې پر موږ ظلم وکړ او ډېری متقاعدین چې د کار کولو وړتیا یې لرله، تقاعد کړل، اوس موږ له دې پرېکړې ملاتړ کوو، څو موږ ته د کار زمینه برابره شي.»
بلخوا د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل بیا وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د متقاعدینو د حقوق وېش طرحې د نه توشیح له امله د متقاعدینو حقوق نه دي ورکړل شوي.
هغه وویل: «تېر کال مو متقاعدینو ته ۴ میلیارډ افغانۍ ځانګړې کړې وې، خو د مشرتابه له لوري توشیح نشو او دا موضوع همداسې پاتې شوه چې د مشرتابه لارښوونې ته په تمه یوو.»
په همدې حال کې یوشمېر معلولان بیا وايي چې اوسنیو شرایطو کې د تقاعد حقوقو په بدل کې د کار پرېکړه عملي نه بولي.
د کابل اوسېدونکي میراجان وویل: «ژوند داسې دی چې یوازې تېرېږي. تېره اوونۍ ورغلم ورته مو وویل چې زموږ معاشون راکړئ، ستونزې مو لږ حلېږي. له هټۍوالو پوروړی یم، پور کوو، کور مو کرايي دی، زموږ څخه هم څه نه دي پوره.»
په ورته مهال د شهد او معلولانو وزارت مسوولان وايي چې په بېلابېلو برخو کې یې معلولانو ته د کار زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې روان کال کې هم ورته د کار زمینه برابره کړي.
د یاد وزارت ویاند فیصل خموش وویل: «نږدې ۸۰سلنه معلولانو تېر کال خپل معاشونه ترلاسه کړي او هغه چې پاتې د بودیجې زیاتېدو په صورت کې به اجرا شي. موږ د بودیجې تصویب ته په تمه یو چې منظور شي او معلولانو، یتیمانو او کونډو ته معاشونه ورکړل شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې په تېرو دوو کلونو کې متقاعدینو او معلولانو د خپلو حقوقو د نه ترلاسه کولو له کبله له بېلابېلو مالي ستونزو سره مخ شوي چې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره یې اعتراضونه هم کړي دي.