د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې د روان کال له پیل راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دې موده کې د دغه روغتون د لګښتونو لپاره هم هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.
د یاد روغتون یو ډاکټر خانمحمد افغان سلاموطندار ته وايي چې د جمهوریت له پرځېدو یوه میاشت وړاندې او د روان کال د لومړیو پنځو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغان زیاتوي چې د یاد روغتون د ډاکټرانو د معاشونو سربېره روغتون کې درمل نشته او د ناروغانو د خوړو برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یاد روغتون یو بل ډاکټر بیا وايي چې خپلې ستونزې یې د یاد ولایت د روغتیا ریاست سره شریکې کړي، خو په وینا یې، دغه اداره یې د معاشونو او روغتون د لګښتونو ورکړې توان نه لري.
په همدې حال کې د یاد روغتون پنځو ډاکټرانو او ځینو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له کبله خپلې دندې پرېښي چې ورسره دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر هم کم شوی دی.
د یاد روغتون رییس عبدالبصیر امیرزي سلاموطندار ته وویل: «موږ مخکې ۲۳ کسان پرسونل درلود چې پنځو کسانو یې له خپلو دندو استعفاوې ورکړي دي. اوس ۱۸ کسان پاتې یو او ۱۱ ناروغانو لپاره یوازې یو ډاکټر لرو.»
نوموړی همداراز خبرداری ورکړی، که اسلامي امارت او بهرنۍ موسسې هر څه ژر د دغه روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو معاشونه ورنه کړي، د یاد روغتون پاتې کارکوونکي هم خپلې دندې پرېږدي او په وینا یې، روغتون به په بشپړه توکه وتړل شي.
بلخوا د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستریز روغتون مالي او اداري مدیر علي نېکفر وايي چې په تېر یوه کال کې دغه روغتون ته هېڅ ډول بودیجه نه ده ورکړل شوې او دا مهال د درملو او لوژیستیکي شرکتونو څخه پوروړي دي.
په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي مصباح بیا سلاموطندار ته وايي چې د یاد روغتون د کارکوونکو د معاشونو ستونزه د روغتون له تمویلوونکو موسسو سره ده.
د نوموړي په وینا، په وار وار یې له تمویلوونکې موسسې څخه غوښتي چې د یاد روغتون د کارکوونکو معاشونه ورکړي، خو دغو موسسو تراوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.
د غزني د عامې روغتیا رییس همداراز وايي چې تراوسه یاد روغتون دوی سره د خپلو لګښتونو او د کارکوونکو د معاشونو راپور نه دی شریک کړی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې سره هممهاله د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې په کمېدو دی او خلک اندېښنه لري چې د روږدو کسانو نه درملنه به دغه ولایت کې د دوی شمېر نور هم ډېر کړي.