د فاریاب کوویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو نن سهار میمنې ښار کې د معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی او له اړوند ادارو څخه یې غوښتنه کړې چې د دوی معاشونو دې ورکړل شي.

د فاریاب د کوویډ‌۱۹ روغتون یو ډاکټر حبیب‌الله کاکړ احمدي سلام‌وطندار ته وايي چې نږدې لس میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د احمدي په وینا، ډاکټرانو له خلکو سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل کړی، خو له دې ورهاخوا نه‌شي کولای چې په رضاکارانه توګه خلکو ته خدمت وکړي او معاشونه دې ورکړل شي. د یاد روغتون یو نرس محمد داوود وايي، د معاش د نه ورکړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. د نوموړي په وینا، که معاش یې ورنه کړل شي، اړ دی چې خپله دنده پرېږدي.

د فاریاب د کوویډ۱۹ روغتون رییس زمان اعظمي وايي چې د یاد ولایت د روغتیا ریاست له لارې یې د ډاکټرانو ستونزې د افغانستان بانک مسوولانو ته رسولي، خو په وینا یې، هېواد کې د وروستیو تحولاتو راپدېخوا یې د کوویډ۱۹ پروژو پر وړاندې د خپل دفتر دروازې تړلي دي.

اعظمي له نړیوالې ټولنې هیله لري چې هر څومره ژر ممکن وي د روغتیايي کارکوونکې معاشونه ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب د کوویډ۱۹ روغتون رییس همداراز په یاد ولایت کې د کورونا پیښو له ۳۰سلنې ډېروالي څخه خبر ورکوي. نوموړي وايي، داسي اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به له دې ډېر‌شمېر کسان پر کورونا ویروس اخته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام