روسیې د اسلامي امارت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتي برخې مرستيال الکسي زايتسف ویلي، روسیه چمتو ده چې د اسلامي امارت او د دوی د مخالفو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب وکړي. تېره اوونۍ ځينو سرچينو په روسيه کې د اسلامي امارت د جګپوړو استازیو او د ‘مقاومت جبهې’ په نوم د اسلامي امارت مخالفو مشرانو ترمنځ د ليدنو خبر هم ورکړی و.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف نن غرمه کابل ته راغلی دی. منصور احمدخان پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشري له اسلام‌اباد څخه کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره یې لیدلي دي.

اروپايي ټولنه به په ودانیزو پروژو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي

د اروپايي ټولنې مرستیال د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کابل کې د یو لړ ودانیزو پروژو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال د ودانیزو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بایډن دې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په اړه سملاسي پرېکړه وکړي

د امریکا یوې محکمې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي. د دغو رسنیو په وینا، تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون دې محکمې ته سپارلې وای.