د اروپايي ټولنې مرستیال د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کابل کې د یو لړ ودانیزو پروژو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د اروپايي ټولنې مرستیال له کابل ښاروال سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي، غواړي له کابل ښاروالۍ سره په یو‌شمېر ودانیزو پروژو کې همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له بیاپرانستل کېدو وروسته، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال ارنولډ نن د کابل له ښاروال عبدالرشید سره لیدلي دي.

کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال د ودانیزو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وروسته  له هغې چې د کابل ښاروال له اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه، ارنولډ ویلي چې اروپايي ټولنه به په پلازمېنه کې د پراختیا کچې لوړولو او همداراز د ودانیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله کابل د اروپايي ټولنې استازولي څو میاشتې تړلې وه چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې بېرته پرانستل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام