د امریکا یوې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

 د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې، د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضۍ سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د روان کال د فبرورۍ تر ۱۱نېټې وخت ورکړی چې د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو رسنیو په وینا، تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون دې محکمې ته سپارلې وای.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرېس ځینو غړو ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی وو او له نوموړي یې غوښتي وو چې افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

دوی خبرداری ورکړی و، که چېرته دغه وضعیت دوام وکړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به د تېرو شلو کلونو د جګړې په پرتله د ملکیانو د مړینې شمېره څو برابره لوړه وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د افغاستان دا شتمني د زمري په ۲۴ نېټه پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام