د باميان لسګونو اوسېدونکو نن له غرمې مخکې د دغه ولايت په مرکز کې لاريون وکړ او له امريکا متحدوایالاتو څخه يې د هېواد د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

لاریون‌ کوونکو « امریکا حیا وکړه، د ولس شتمني ازاده کړه» د شعارونو په ورکولو سره یې وویل، چې د امریکا له خوا د هېواد د ارزي زېرمو بندول په هېواد کې د بې‌ساري بې‌وزلۍ او لوږې لامل شوی. د دوی په اند که چېرې دغه شتمنۍ ژر خلاصې نه شي، په هېواد کې به د بې‌وزلۍ له امله بشري ناورین رامنځته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د باميان د معلولينو د ټولنې مشر او د دې لاريون يو تن تنظيموونکي سيد عبدالرازق دانش وایي چې د دغه ولايت اوسېدونکي په ځانګړې ډول د معلولينو ټولنې او د جګړې د قربانيانو کورنۍ د امريکا له حکومت څخه غواړي چې د افغانستان ارزي زېرمې دې ژر ازادې کړي او هېواد ته یې وسپاري.

د هغه په ​​وينا، د امريکا له خوا د هېواد د اسعارو زېرمو د بندېدو له امله د اوسني وضعيت اصلي قربانيان معلولين او په هېواد کې د جګړې د قربانيانو کورنۍ دي.

هغه زیاتوي: « مونږ د امریکا حکومت څخه غواړو چې زمونږ د هېواد شتمني حیف او میل نه کړي او دا شتمنۍ دې ازادې کړي. مونږ له اوسني نظام څخه هم غواړو چې د دغو شتمنیو څخه په استفادې دې د معلولینو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او امتیازات ورکړي او نورو ستونزو لکه فقر او لوږي ته دې په عادلانه توګه رسېدنه وکړي.»

دوه تنه معترضین محمدعلي او ګل‌بخت وایي چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت باید د افغانستان پیسې ازادې کړي او د افغانستان پیسې د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورنه‌کړي، ځکه په دغو بریدونو کې هېڅ افغان برخه نه وه اخیستې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو معترضینو په پای کې یو درې ماده‌ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ. په پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې امریکا دې مجبوره کړي څو د افغانستان پیسې ازادې او بېرته دې هېواد ته ورکړي. د پرېکړه‌لیک په درېیمه ماده کې راغلي چې په اوسني ستونزمن حالت کې باید مرستندویه او د بشري حقونو بنسټونه له معلولینو او د قربانیانو له کورنیو سره همکاري او مرسته وکړي.

پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د هېواد شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر د هغه هېواد په بانکونو کې کنګل کړ او دوه اوونۍ مخکې د یو فرمان په صادرولو سره یې د افغانستان د کنګل شویو پیسو له ډلې ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړې کړې. د بایډن دا پرېکړه په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام