د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي، د ترهګرو بله موخه په دغه ولایت کې ښوونیز مرکزونه دي. د نوموړي په وینا، داسې معلومات ورته رسېدلي چې د دغه ولایت ښوونیز مرکزونه د وسله‌والو له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سې‌شنبې ورځې چاودنو په اړه چې په بامیان ښار کې وشوې، امنیتي ځواکونو ۴ کسان نیولي او په وینا یې، د لا زیاتو څېړنو لپاره پرون جمعه کابل ته ولېږدول شول.

د بامیان د والي په وینا، نیول شوي کسان د کابل د قره‌باغ ولسوالي، پنجشېر، سمنګان او بامیان ولایتونو اوسېدونکي وو.

په ورته وخت کې یوشمېر مدني فعالانو، د ولایتي شورا غړیو، د بشري حقونو ملاتړو، سیاستوالو او جهادي څېرو له تېرو درېوو ورځو راهیسې په یاد ولایت کې پرلت کړی دی. پرلت کوونکي د بامیان ولایت ځايي چارواکي پر بې‌مسوولیتۍ تورنوي او د هغوی د استعفا غوښتنه کوي.

یو پرلت کوونکی عبدالله شایګان وايي، په بامیان ښار کې د تېرې سې‌شنبې ورځې خونړیو چاودنو په تېرو شلو کلونو کې بې‌سارې وې.

د هغه په وینا، د بامیان امنیتي ادارې او ځايي چاواکي د دغه ولایت د اوسېدونکو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي او باید استعفاوې وکړي، په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.

په پېښه کې د قربانيانو یوشمېر کورنۍ هم د بامیان ولایت د سې‌شنبې ورځې په چاودنو کې حکومت مسوول بولي.

د دغو کورنیو په وینا، که د امنیتي مسوولانو د مدیریت کمزورتیا او بې‌غوري نه وای، خپلوان به یې له لاسه نه ورکول.

امنه چې په دغو چاودنو کې یې دوه وروڼه او حاجي عبدالمحمد چې ۱۴ کلن وراره یې له لاسه ورکړی وايي، له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې چاودنې نه وې شوې او د شویو هغو مسوولیت هم د حکومتي چارواکو پر غاړه دی.

د دوی په وینا، سیاسي کړۍ په یادو چاودنو کې لاس لري. دوی وايي، لس ورځې وړاندې داسې ګنګوسې وې چې بامیان ولایت ته ځانمرګی دننه شوی چې په وینا یې، امنیتي مسوولان یې په نیول کېدو کې پاتې راغلي دي.

د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د افغانستان په تر ټولو امن بامیان ولایت کې دوه پرله‌پسې چاودنې وشوې چې د روغتیايي چارواکو په خبره، ۱۵ کسان په‌کې ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام