Asset 1SWN

له طالبانو سره د علي‌پور هوکړه‌؛ د بامیان والي خبر ورکړ

1599384698dpp-p3ydrz33dlme8q4ll0kuafyfqx5ojwadl8ldlsfqgc

د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي، داسې راپورونه شته چې علي‌پور له طالبانو سره هوکړه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې نن د بودا مجسمې د ورانولو شلمې کلیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

هغه وايي: «داسې راپورونه او شایعات شته چې علي‌پور له طالبانو سره هوکړه کړې، هیله ده چې رښتیا نه وي.»

د رحمتي په وینا، علي‌پور خپل یوشمېر وسله‌وال د حاجي‌ګک کوتل ته نږدې په «آب نقره» سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.

سیدانور رحمتي زیاتوي: «د بامیان د شیبر ولسوالي د کابوس سیمې قومي مشرانو له لارې هڅې روانې دي، څو علي‌پور له «آب نقره» سیمې نه خپل کسان وباسي؛ که څه هم تر اوسه د قومي مشرانو هڅو ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.»

خو د نامسووله وسله‌والو قوماندان عبدالغني علي‌پور ویاند محمدحسین توانا له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د بامیان والي پر طالب جوړونې تورنوي او وايي، د علي‌پور او طالبانو ترمنځ کومه هوکړه اړیکه نشته.

د نوموړي په خبره، د دوی وسله‌وال د بامیان محلي ادارې لپاره ګواښ نه دی، بلکې د لویو لارو د امنیت ټینګښت لپاره او د طالبانو پر وړاندې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام