Asset 1SWN

بامیان کې یوه ۱۳کلن هلک ځان‌وژنه کړې

bamyan1

د بامیان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز «بامیان ښار» کې یوه ۱۳کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د بامیان د والي ویاند فرزان سیغاني سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون شنبه د غبرګولي ۱۳مه د بامیانو ښار اړوند «زرګران» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د یادې ځان‌وژنې د لاملونو او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې محلي سرچینې بیا سلام‌وطندار ته ویلي، نوموړي هلک د خپلې کورنۍ غړیو سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

دغه هلک داسې مهال ځان‌وژنه کوي چې تېره ورځ په روزګان کې هم یوه کس ځان‌وژنه کړې وه چې د یاد ولایت مسوولانو یې لامل نه‌و په ګوته کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د ډېری ځان‌وژنو پېښو لامل نه وي روښانه، خو مسوولان بیا د ځینو پېښو لاملونه، روغتیايي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی یادوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام