Asset 1SWN

کاپیسا کې یوې ښځې ځان را ځړولی او وژلی

KAPISAAA-punl0l0fei41991acycl74ny6zwodnbjjdmuwufki0

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې د دغه ولایت په مرکز کې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند په بادام‌علي سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، یاده ښځه یاسمین نومېږي چې دېرش کاله عمر لري او پروان ولایت د بګرام ولسوالي د «نوده» کلي اصلي اوسېدونکې ده.

هغه وايي، تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه دي روښانه او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې او څېړنې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو ډېری لاملونه بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او دوښمني په ګوته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام