د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالي کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلاموطندار ته ویلي چې دغه ځوان «حلیمالله» نومېږي او پرون شنبه د لړم ۲۸مه یې د ګردې څېړۍ په سروخېلو کلي کې د ټوپک په وسیله ځان وېشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې یاد ځوان ۲۸ کاله عمر درلود، خو په وینا یې، تراوسه یې د وژنې لامل نه دی معلوم. د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب همداراز ویلي چې دغه کس کومه روغتیايي ستونزه نه لرله او له ښې روغتیا برخمن و.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې شوي چې تر ډېره یې لامل کورني تاوتریخوالي او روغتیايي ستونزې ښودل شوي دي.