Asset 1SWN

غور کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

ghor-pm88xzgmd8wsxrjl81qbgqxfh55ohyur767p5n87m0

غور کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ پرون دوشنبه د لړم دویمه د فېروزکوه ښار اړوند «جرتیلک» کلي کې ځان ویشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه معلومه نه ده چې دغې نجلۍ ولې ځان‌وژنه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان‌وژنې او ورته پېښې زیاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

کورنی تاوتریخوالی، وزګارتیا او بې‌وزلي هغه لاملونه ګڼل کېږي چې له امله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له ریچارډ بنټ سره په لیدنه کې ویلي و چې هېواد کې د ښځو ځان‌وژنه صفر شوې ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د مخکیني حکومت ستونزو ته په اشارې سره ویلي و، د تېر په پرتله هېواد کې د ښځو ځان‌وژنې او په ناقانونه توګه د دوی وژنې، انسا تښتونې او په زندانونو کې شکنجه صفر ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام