د بهرنیو چارو وزارت ویاند  عبدالقهار بلخي شنبه شپه د تلې ۳۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بشري‌حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریجارډ بنټ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د یادې کتنې د کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي. بلخي لیکلي چې ریچارډ بنټ نوموړي ته د سفر او په خپله توګه د حقایقو معلومولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو له کبله له بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شېرمحمد عباس ستانکزي دې کتنه کې ریچارډ بنټ ته ویلي، «بشري ستونزې په ګاونډیو هېوادونو، اروپا او ټوله نړۍ کې شته او افغانستان هغه هېواد دی چې تازه له نیمې پېړۍ جګړې تازه راوتی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د مخکیني حکومت ستونزو ته په اشارې سره ویلي، د تېر په پرتله هېواد کې د ښځو ځان‌وژنې او په ناقانونه توګه د دوی وژنې، انسا تښتونې او په زندانونو کې شکنجه صفر ته رسېدلې ده.

‏عبدالقهار بلخي زیاته کړې چې ستانکزي همداراز دې کتنه کې له ملګرو ملتونو د اقتصادي، بانکي محدودیتونو، د روږدو کسانو درملنه او د نورو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ځینې مېرمنې د نامعلومو لاملونو له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام