اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

یوشمېر افغان خبریالان هېواد کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت چارواکي تل خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو ژمنې کوي، خو دوی لا هم دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۴۰۰ ورځې انتظار؛ افغان نجونې: د ښې راتلونکې هیلې مو له لاسه ورکړي

له یوه کاله ډېره موده وشوه چې اسلامي امارت افغانستان کې واک ته رسېدلی، خو لا یې هم د ګڼ‌شمېر نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي. اسلامي امارت تر اوسه هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي نه دي پرانېستي. شریفه چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، د ښوونځیو په تړل کېدو سره یې د روښانه راتلونکې لرلو هیلې له لاسه ورکړې دي.

غور کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

غور کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ پرون دوشنبه د تلې دویمه د فېروزکوه ښار اړوند «جرتیلک» کلي کې ځان ویشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

له برښنايي پېژندپاڼو د کورنیو چارو وزارت نوم لرې شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې له دې وروسته به نوې چاپېدونکې برښنايي پېژندپاڼې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په نوم چاپ شي.

د یادې ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار نن سه‌شنبه د لړم درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.