د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې له دې وروسته به نوې چاپېدونکې برښنايي پېژندپاڼې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په نوم چاپ شي.

د یادې ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار نن سه‌شنبه د لړم درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې برښنايي پېژندپاڼې به په پخوانۍ بڼه چاپېږي، خو یوازې د کورنیو چارو وزارت نوم ترې لرې او پرځای یې د احصایې او معلوماتو ادارې نوم وراضافه شوی دی.

فقیرمحمد زیار زیاته کړه چې له یوې مودې راهیسې په ټول هېواد کې د کارټونو د کمښت له امله د برښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر ټکنی شوی و چې په وینا یې، اوس دغه ستونزه هوارې شوې او د برښنايي پېژندپاڼو وېش په عادي توګه روان دی.

نوموړي همداراز دې ناسته کې وویل چې هغه ۴۵۰زره پېژندپاڼې یې چاپ او ولایتونو ته لېږلي چې د کارټونو کمښت له امله چاپ ته په تمه وې.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سرپرست په وینا، دا مهال په پلازمېنه کابل او ۳۳ ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو ۱۵ مرکزونه فعال دي چې تر دې دمه یې خلکو ته ۸.۲ میلیونه پېژپاڼې وېشلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام