د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون؛ د ولایتونو اوسېدونکي: اړ یو کابل ته لاړ شو

د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.

له برښنايي پېژندپاڼو د کورنیو چارو وزارت نوم لرې شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې له دې وروسته به نوې چاپېدونکې برښنايي پېژندپاڼې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په نوم چاپ شي.

د یادې ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار نن سه‌شنبه د لړم درېیمه کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال دغه څرګندونې وکړې.