د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.
د برښنايي پېژندپاڼو د وېش وروسته خدمتونو کې د نوم او عمر اصلاح، مثنی پېژندپاڼه او نور خدمتونه شاملېږي.
د بلخ اوسېدونکی جمشید وايي چې د پلار نوم یې په پېژندپاڼه کې ناسم لیکلی شوی او دغه ولایت کې د پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونو نشتون له امله اړ دی چې کابل ته لاړ شي.
نوموړي وویل: «دلته موږ مراجعه وکړه او راته یې وویل چې زموږ لهخوا تېروتنه شوې او وویل چې لاړ شئ کابل کې یې اصلاح کړئ او کابل هم تا ته معلوم دی چې د سالنګ لاره بنده ده او څو ورځې وروسته بندېږي او نشم کولای چې کورنۍ مې پرېږدم او کابل ته لاړ شم.»
په ورته مهال د هرات اوسېدونکی نذیراحمد هم له ورته ستونزې سرټکوي او وايي چې برښنايي پېژندپاڼه کې یې نوم په تېروتنه لیکل شوی او د اصلاح لپاره یې اړ دی چې کابل ته سفر وکړي.
نوموړي وویل: «پېژندپاڼه کې د معلوماتو د ثبت پر مهال توجه نهکوي او لامل کېږي چې معلومات ناسم ورسوي، پېژندپاڼه کې مې یو حرف اضافه لیکل شوی چې اړ یم د اصلاح لپاره یې کابل ته لاړ شم.»
بلخوا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې ټول هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۴ مرکزونه فعال دي چې له ډلې یې ۱۵ کابل او پاتې ۵۹ یې ولایتونو کې دي. د یادې ادارې ویاند محمدحلیم رافع سلاموطندار ته وویل چې ولایتونو کې د پېژندپاڼو د وېش وروسته خدمتونو څخه د ناسمې استفادې له امله دغه خدمتونه بند شوي دي.
هغه وویل: «د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو څخه مو یوازې د مثنی اجازه ورکړې او نورو برخو کې د فساد له امله یوازې کابل کې اجرا کېږي او اجازه نشته چې رییسان په نوم او عمر کې اصلاحات راولي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د احصایې او معلوماتو له مخې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو کې مثنی پېژندپاڼه، د پېژندپاڼې تجدید، ټولییزه نوملیکنه، د زېږېدنې او واده ثبت، د عمر او نوم اصلاح او نور خدمتونه شاملېږي.