Asset 1SWN

کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي لاریون پیل شو

Protest-1-p3rckdx17z2hu7107r3wlqa8jaqb6u1ab9m50w7kj0

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوشمېر پلویانو نن په کابل کې لاریون پیل کړ.

ګلبدین حکمتیار پرون په یوه خبري غونډه کې د دغه لاریون خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې حکومت ته یې لس ورځې وخت ورکړی، څو غوښتنې یې ومني.

د هغه په خبره، له حکومتي چارواکو یې غوښتي چې استعفاوې وکړي، څو داسې حکومت جوړ شي چې د خلکو د اصلي غوښتنو او سیاسي ګوندونو پر غوښتنه ولاړ وي.

حکمتیار خبرداری ورکړ، که حکومتي چارواکي استعفاوې ونه کړي او د دوی غوښتنې ونه مني، په نورو سترو ښارونو کې به هم لاریونونه وکړي.

ګلبدین حکمتیار تر دې وړاندې حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی و چې د حزب‌ اسلامي بندیان خوشې او د کډوالو د بېرته را ستنېدو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام