Asset 1SWN

د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښې درې کسان مړه کړي

IMG-20220918-WA0007

د لغمان محلي مسوولان وايي چې نن سهار د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.

پېښه د لغمان د قرغیو ولسوالي اړوند «عزیز‌خان کڅ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د لغمان د والي د وياند مرستیال رفېع‌الله رفېع سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ټرافیکي پېښه د ټېلر، ټوډي او مارګلې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې له کبله يې درې کسانو ژوند بايللى او يو بل کس ټپي دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره یوه له خطرناکو لارو څخه ده او وخت ناوخت پرې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي چې مسوولان یې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام