کندهاریان ولسوالیو ته د غځېدلو لویو لارو د جوړېدو غوښتنه کوي

کندهار اووه‌لس ولسوالۍ لري چې د دغه ولایت مرکز کندهار ښار ته یې غځېدلې لویې لارې ویجاړې شوي یا هم هېڅ نه دي جوړې شوي.
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي ښار ته له ولسوالیو د غځېدلو لارو له خرابوالي سر ټکوي. د دوی په وینا، د یادو لارو خرابوالي له امله سختو ستونزو سره مخ دي او خپل کرنیز محصولات هم پر وخت بازار ته نه‌شي رسولی.

د خلکو د کورونو سوځېدل؛ «پیریانو» دا ځل میدان وردګ ته مخه کړې

د میدان وردګ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د یوشمېر خلکو کورونو خپله اور اخیستی او سوځېدلي دي.
د میدان وردګ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرې شپې راهیسې د چک ولسوالي د عربانو درې په «ګوډې» کلي کې یوشمېر کورونو اور اخیستی او سوځېدلي دي.

د رسنیو مالي ستونزې؛ روزګان کې د تړل کېدو ګواښ سره مخ دي

په روزګان کې اوس شپږ خصوصي راډیوګانې، یو ټلوېزیون او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي، خو مسوولان یې وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د پیوستون راډیو ټلوېزیون مسوول فريدالله مطېع وايي، د پخوا په څېر سوداګریز اعلانونه او نور عواید نه لري او همدا لامل دی چې ګڼ‌‌شمېر کارکوونکو یې دندې پريښې دي.

د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو یو کال؛ ګوټرېش: له لاسه تللي فرصتونه نه جبرانېدونکي دي

له نن یو کال وړاندې پر همدې ورځ هېواد کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګېد. ښوونځیو ته د افغان نجونو د نه پرېښودو د یوه کال پوره‌کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو د زده‌کړو برخه کې له لاسي تللي فرصتونه به بېرته جبران نه شي.