کندهار اووه‌لس ولسوالۍ لري چې د دغه ولایت مرکز کندهار ښار ته یې غځېدلې لویې لارې ویجاړې شوي یا هم هېڅ نه دي جوړې شوي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي ښار ته له ولسوالیو د غځېدلو لارو له خرابوالي سر ټکوي. د دوی په وینا، د یادو لارو خرابوالي له امله سختو ستونزو سره مخ دي او خپل کرنیز محصولات هم پر وخت بازار ته نه‌شي رسولی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار د نېش او میوند ولسوالیو اوسېدونکي سردارولي او شریف‌الله وايي، د سړکونو خرابوالي له کبله خپل ناروغان پر وخت تر ډاکټره نه‌شي رسولی او محصولات یې هم په ځنډ تر ښاره را رسېږي. دوی له حکومت څخه غواړي چې د یادو ولسوالیو سړکونه جوړ کړي.

بله‌خوا د معروف ولسوالي اوسېدونکی محمدجان هم وايي چې له ولسوالیو نه کندهار ښار ته غځېدلې لویې لارې کنډوکپر دي او د دوی پر کاروبار او ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

خو د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمید مصباح وايي، د کابل‌-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې یې پیل کړي او په راتلونکي کې به د کندهار ښار او ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه هم ورغوي.

د یادونې چې د هېواد په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې لویې لارې د جګړو له کبله ویجاړې شوي یا هم هېڅ نه دي رغول شوي او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام