د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د کابل-کندهار لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغاونې چارو د پيل مراسمو کې وویل، یاد سړک چې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی، اووه متره سور او ۳ متره پلې لاره لري، په نهو میاشتو کې بیا رغول کېږي.
د نوموړي په وینا، د دغه سړک پر بیارغونې به ۴۰۰ میلیونه افغانۍ مالي لګښت راشي. فاتح وویل، ۶۸ پلونه چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۹۹ نور پلونه چې بیارغونې ته اړتیا لري، هم په دې پروژه کې شامل دي.
د هغه په خبره، که څه هم له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دي، خو بیا هم هڅه کوي چې یوشمېر سترې او کوچنۍ رغنیزې پروژې پلې کړي.
په همدې حال کې د میدان وردګ والي محمدامین عمري وايي چې یاد سړک د میدانښار له دوراني سیمې نه پیل او د غزني تر ښاره چې ۸۰ کیلومټره راځي، دوام کوي. هغه له اړوند شرکت څخه وغوښتل چې دا پروژه په سم ډول سر ته ورسوي.
دا داسې مهال ده چې د همدې لویې لارې د دویم سړک پروژه چې په تېر جمهوري نظام کې پیل شوې وه، د شل سلنې کار په بشپړېدو سره لا هم بېبرخلیکه پاتې ده.