د ویانا غونډې ګډونوال نړیوالې ټولنې ته: پر اسلامي امارت فشارونه زیات کړئ

په څه باندې تېر یوه کال کې چې اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدلی، افغانستان تر ټولو ناوړه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین تجربه کوي او تراوسه یې په اړه بېلابېلو هېوادونو کې ځینې غونډې هم جوړې شوې دي. همدا نن د اتریش په پلازمېنې ویانا کې د یوشمېر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

کابل کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو لپاره لاریون وشو

لسګونه افغانان یو ځل بیا د امریکا له‌خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره سړکونو ته را ووتل. معترضانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان نهه میلیارډه کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
دوی پر نړیوالې ټولنې، په تېره ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې د یادو پیسو د ازادولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

د کابل‌-کندهار ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د کابل-کندهار لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغاونې چارو د پيل مراسمو کې وویل، یاد سړک چې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی، اووه متره سور او ۳ متره پلې لاره لري، په نهو میاشتو کې بیا رغول کېږي.

دفاع وزارت: پنجشېر کې د جګړې پر مهال د اسیرانو وژلو ادعاوې څېړو

د ملي دفاع وزارت وايي چې د ا.ا ځواکونو له لوري یې په پنجشېر کې د نیول شویو اسیرانو د وژلو اړوند ادعاوو په اړه یې څېړنې پیل کړي او که رښتیا داسې شوي وي، عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري. په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي د اسلامي امارت ځواکونه یوشمېر کسان چې لاسونه یې تړلي، وژني.

فاریاب کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او درې ټپیان کړي

پرون ماښام د فاریاب د قیصار‌-‌المار ولسوالي پر لویه ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
سرچینې وايي چې د فاریاب د مرافعې محکمې د قضايي دېوان رییس مولوي عبدالکریم موټر له سړک نه اوښتی دی.

هلمند کې یوه هټۍ‌وال ځان‌ وژلی

د هلمند چارواکي د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه کس د ځان‌وژنې خبر ورکوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وايي، دغه کس محمدنعیم نومېږي او د لښکرګاه ښار د طالبانو نمرو اوسېدونکی دی چې اوس یې په یوه سوداګریز مارکېټ کې دوکانداري کوله.

تخار کې چاودنې یو کس وژلی او دوه یې ټپیان کړي

په تخار کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار شاوخوا نهه بجې غوښتل چې لاسي بم د تالقان ښار د «صرافۍ بازار» سیمه کې یوې صرافي ته ور وغورځوي، خو له موخې مخکې چاودلی دی. په همدې حال کې د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپی هم تاییدوي چې یاد کس غوښتل د صرافي یوې هټۍ ته لاسي بم ور وغورځوي، خو په لاس کې یې چاودلی دی.

هرات کې ټرافيکي پېښې پنځه کسان مړه او ۱۰ ټپیان کړي

د هرات په حوزه‌يي روغتون کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه پرون ماښام د هرات‌-‌اسلام‌کلا پر لویې لارې شوې ده.
د سرچینو په وینا، پېښه د اسلامي امارت د یوې رېنجرې او یوه فولډر د ټکر له امله شوې او ټول ټپیان یې هم دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.