په څه باندې تېر یوه کال کې چې اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدلی، افغانستان تر ټولو ناوړه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین تجربه کوي او تراوسه یې په اړه بېلابېلو هېوادونو کې ځینې غونډې هم جوړې شوې دي.

همدا نن د اتریش په پلازمېنې ویانا کې د یوشمېر پخوانیو چارواکو، د ښځو او مدني ټولنې فعالانو او سیاستوالو درې ورځنۍ غونډه چې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو په‌کې بحثونه وشول، پای ته ورسېده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې غونډې ګډونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر اوسني حکومت فشارونه زیات کړي.

دوی دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان قضیه له سیاسي حل‌لارې پرته بله لاره نه لري او په ملګرو ملتونو او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي چې افغانستان کې د ولسواک نظام جوړېدو لپاره همکاري وکړي.

خو اروپا کې میشت یوشمېر افغانانو بیا پرون په ویانا کې د دې غونډې پر وړاندې لاریون وکړ او نه یوازې د دې غونډې پر وړاندې یې مخالفت څرګند کړ، بلکې ګډونوال یې هم پر فساد ککړ وبلل.

یوه پخواني نظامي او د لاریون ګډونوال سرور نیازي وویل: «دوی د افغانانو استازي نه، بلکې د افغانستان دوښمنان او د اوسني وضعیت اصلي عاملان دي.»

خو د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي بیا ورته غونډې چې د افغانستان د قضیې حل لپاره په‌کې حل‌لارې ولټول شي، ګټورې بولي. هغه ټینګار کوي چې د افغانستان په قضیه کې بهرني لاسونه ښکېل دي او په خبره یې، ډېرې ستونزې هم له بهره جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

بله‌خوا د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۲مه غونډه چې افغانستان په‌کې د اجندا برخه و، هم پرون ناوخته پای ته ورسېده. د دې غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړه‌لیک له لارې افغانستان کې د یوه ډیموکراټیک او ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د شانګهای غړیو هېوادونو دا پرېکړه‌لیک لاسلیک کړی او داسې ښکاري چې اسلامي امارت سره به هم د همدغه پرېکړه‌لیک له مخې تعامل کوي.

دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت په څه باندې یوه کال کې نه دی توانېدلی چې د بشري حقونو خوندیتوب او ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام