افغانستان کې د ډموکراسۍ تشې او بشر حقونو څخه د سرغړونې له کبله ځینې سیاستوال روانه اوونۍ د اتریش پلازمېنې ویانا کې غونډه جوړوي.

ټاکل شوې چې دغه ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ نېټه د افغان سیاسیونو، د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازیو په ګډون جوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عالیه یلماز چې یادې ناستې ته وربلل شوې، د غونډې اجنډا په اړه سلام‌وطندار ته وايي، تمه ده د ناستې ګډونوال افغانستان کې د ډموکراسۍ نظام د بیا رامنځته کېدو په اړه سره سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې عالیه یلماز زیاتوي چې ناسته کې به د افغانستان د بېلابېلو اړخونو سیاسیون، د نورو هېوادونو استازي او د ځینو نړیوالو بنسټونو غړي هم ګډون ولري.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي چې دې ناستې هم وربلل شوی، خو نوموړی د شخصي بوختیاوو له امله په‌کې ګډون نه‌شي کولای، سلام‌وطندار ته ویلي چې ویانا د نړۍ سوله‌ غوښتونکي ناستو جوړولو کې تجربه لري او د ښکېلو اړخونو ترمنځ ښه منځګړی دی.

سعیدي همداراز وویل، هغه کسان چې دې ناستې ته وربلل شوي، له ښې سیاسي، اقتصادي او امنیتي تجربې څخه برخمن دي.

د سعیدي په وینا، که څه هم د ویانا ناسته افغانستان له اوسني وضعیت نه‌شي اېستلی، خو د یادې ناستې د ګډونوالو ترمنځ د همغږۍ او باور فضا رامنځته کولو لپاره ګټوره ده.

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال بیا وویل چې دغه غونډه به بې‌پایلې وي. نوموړي د ویانا غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او په ابادۍ کې یې ونډه واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ویانا ناستې ته احمد مسعود، رحمت‌الله نبیل، رنګین دادفر سپنتا، زلمی رسول، فضل احمد معنوي، هارون نجفي‌زاده، میرویس بلخي، شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او د افغانستان یو‌شمېر نورې څېرې هم وربلل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام