نږدې یوه اوونۍ وړاندې اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهاب‌الدین دلاور په مشري له هېواد څخه بهر  له افغان شخصیتونو  سره د اړیکو او راستنېدو کمېسیون جوړ او  په رسمي توګه یې خپل فعالیت پیل کړ.

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا دغه کمېسیون د تېرایستلو لپاره بولي او په وینا یې، یاد کمېسیون په ډېره ټيټه کچه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې شورا ویاند احسان نیرو سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کمېسیون تراوسه له دوی سره اړیکه نه ده نیولې. نوموړی یاد کمېسیون په دې کچه نه بولي چې وکولای شي، له ټولو سیاسي شخصیتونو سره د نظام او هېواد کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل: «د دغه ډول کمېسیون جوړول پایله نه ورکوي. د افغانستان مسایل په دې کچه یو کمېسیون نه‌شي حلولی. موږ د پراخ‌بنسټه حکومت، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د نظام څرنګوالي په اړه د خبرو غوښتونکي یو چې دغه کمېسیون د دې مسایلو پر وړاندې د خبرو لپاره کوچنی دی.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا په هېواد کې د سیاسي جوړجاړي په برخه کې د دغه کمېسیون جوړېدل، اغېزناک نه بولي او په وینا یې، د یاد کمېسیون د رامنځته کولو موخه د اسلامي امارت لپاره د بیعت ترلاسه کول دي.

پر دې سربېره افغان شخصیتونو سره د اړیکو او راستنېدو کمېسیون مخکيني حکومت کې لسګونه نظامي او سیاسي څېرو سره د اړیکو له ټینګولو خبر ورکوي.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق ویلي، د دوی له هڅو وروسته مخکیني حکومت کې یو‌شمېر سیاسي او نظامي کسانو دې ته زړه ښه کړی، څو بېرته هېواد ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت سرپرست حکومت له لوري افغان شخصیتونو سره د اړیکو او راستنېدو کمېسیون رامنځته کول، یو تېرایستونکی اقدام بللی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې د دغه کمېسیون له رامنځته کېدو څخه یوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه یوازې د چارو شنونکي انتظار خادم د بېرته راګرځېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام